کوټه (وېب نیوز) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې د ایران ولسمشر سبا پاکستان ته رسمي سفر کوي. نوموړی به د پاکستان له ولسمشر ، وزیراعظم ، د سنا له مشر، د قومي اسمبلۍ له سپیکر او د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدنې وکړي. د ایران د ولسمشر ترڅنګ به لوړپوړی دولتي پلاوی هم مل وي. په خبرو کې به د سوداګرۍ، انرژۍ، سرحدي امنیت، سیمهییزو اړیکو او دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا بحث وشي. سرچینې وایي چې د امریکا او ایران ترمنځ په سویس کې د ترسره شویو مذاکراتو لپاره د پاکستان د منځګړیتوب له امله به د وزیراعظم شهباز شریف مننه هم وشي. دواړه هېوادونه به د پخوانیو تړونونو د عملي کېدو، سیمهییز وضعیت او د ګډو ګټو پر موضوعاتو هم خبرې وکړي. وزیراعظم شهباز شریف ویلي چې د اسلامآباد د تفاهم لیک له مخې د امریکا او ایران ترمنځ خبرو کې مهم پرمختګ شوی او د وروستي تړون لپاره پر ۶۰ ورځني تګلارې موافقه شوې ده.
