نړیوالو معاینه کوونکو ته د ایران د اټومي مرکزونو د لیدنې اجازه نه ورکول کېږي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي چې د امریکا او اسرائیل پر ضد د ایران ځواب د استقامت، دفاع او ملي ویاړ څرګندونه ده. هغه وویل ایران تل د خپل حاکمیت او ملي عزت دفاع ته لومړیتوب ورکړی او اوس مهال نړیوالو اټومي ادارو ته د خپلو تاسیساتو د لیدنې اجازه نه ورکوي. د هغه په وینا کنګل شوې شتمنۍ به ایران د خپل ملي سیاست له مخې په ازاده توګه کاروي او هېڅ بهرني شرطونه به نه مني. هغه زیاته کړه چې دا شخړه د ایران د حاکمیت او تمدن له مسلې سره تړاو لري او په خبرو اترو کې حقیقت پسندي او متقابل احترام اړین دی. نوموړي وویل چې په سویس کې څلور اړخیزه ناسته شاوخوا ۹۰ دقیقې روانه وه او وروسته ایران پرېکړه وکړه چې مستقیمې خبرې ونه کړي بلکې غیر مستقیم مذاکرات جاري وساتي. په دې خبرو کې ایران، امریکا، قطر او پاکستان استازي شامل وو.
