د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې د خبرو اترو بریا د هغو ژمنو په بشپړ عملي کېدو پورې تړلې ده چې مخکې پرې توافق شوی دی. هغه په خپل سوشل میډیا بیان کې ویلي چې د مذاکراتو په بهیر کې ټاکل شوي ټکي باید په مؤثره او سمه توګه عملي شي او یوازې پر همدې اساس د پرمختګ اندازه اخیستل کېدای شي. د هغه په وینا له ګډو توافقاتو څخه بهر بیانونه د مذاکراتو بهیر نه شي پر مخ وړلی. بل لور ته د سویس په غونډو کې د ایران او امریکا ترمنځ تخنیکي خبرې بشپړې شوې او د مذاکراتي ګروپونو پر جوړولو موافقه شوې، او راتلونکی پړاو یوې لوړې کچې کمېټې ته سپارل شوی دی. راپورونه وايي چې امریکا د هرمز تنګي ځینې بندیزونه هم ختم کړي او د بحري تګ راتګ بهیر بېرته عادي شوی دی.
