تازه خبرونه ۲۳ جون ۲۰۲۶

د تباه شوي F-15 الوتکې پیلوټ انکشافات، امریکایي چارواکي په تشویش کې

(وېب نیوز)د ایران جګړې پر مهال د امریکا د الوتکې پیلوټ مهم انکشافات کړي چې له امله یې امریکایي چارواکي اندېښمن شوي دي. د پیلوټ په وینا له برید مخکې یې ولیدل چې ګڼ شمېر ایراني ډرونونو یوه ځانګړې “جیلي فش” بڼه جوړه کړې وه، لکه په فضا کې د ډرونونو ماینونه خپاره شوي وي. هغه وویل یو لوی ډرون په پورته برخه کې و او ډېر واړه ډرونونه د هغې شاوخوا منظم الوتل. راپورونه وایي دا پېښه په اپریل کې شوې وه کله چې F-15 الوتکه د ایران په فضایي حدودو کې وغورځېده او دواړو پیلوټانو ځانونه وژغورل. وروسته د امریکا ځانګړو عملیاتو ځواکونو هغوی ژغورلي وو. کارپوهان وایي که دا ادعا سمه وي نو دا د ایران د ډرون ټیکنالوژۍ لوی پرمختګ ښيي.