پاکستان ۲۳ جون ۲۰۲۶

په قومي اسمبلۍ کې د محمود خان اڅکزي پر حکومت، عدلیې او پالیسیو سختې نیوکې

اسلام آباد (ویب نیوز) د قومي اسمبلۍ د اپوزېسیون مشر محمود خان اڅکزي د اسمبلۍ غونډې ته په وینا کې پر حکومت، عدلیې او دولتي پالیسیو سختې نیوکې وکړې. نوموړي ادعا وکړه چې د اساسي قانون سرغړونې روانې دي او د بېلابېلو قومونو حقونه تر پښو لاندې کېږي. محمود خان اڅکزي وویل چې د بلوچستان، خیبرپښتونخوا، سند او نورو سیمو پر طبیعي سرچینو باید د هماغو سیمو د خلکو حق ومنل شي او د ستونزو حل باید د سیاسي خبرو اترو او د اساسي قانون د حاکمیت له لارې ولټول شي. هغه د باني پي ټي آی عمران خان او نورو سیاسي بندیانو موضوع هم یاده کړه او د پارلمان د پیاوړتیا غوښتنه یې وکړه. د وینا پر مهال د هغه د تقریر ځینې برخې خپرې نه شوې او د ویب سټریمینګ د بندېدو راپورونه هم مخې ته راغلل۔