اسلام آباد (وېب نیوز) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال وزیراعظم اسحاق ډار او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ ژي ترمنځ ټیلیفوني خبرې شوې دي چې پکې د امریکا او ایران ترمنځ د سولې روانو خبرو، په ځانګړي ډول د برګن سټاک د لومړۍ دورې، په اړه تفصیلي بحث وشو. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له مخې، دواړو مشرانو هوکړه وکړه چې پاکستان او چین به د سیمې د کړکېچ کمولو او د خبرو اترو له لارې د شخړو د حل لپاره خپلې ګډې هڅې جاري ساتي. اسحاق ډار وانګ ژي ته د چین د خلکو د کانګرس د ۱۰۵مې کلیزې مبارکي ورکړه او ویې ویل چې د مذاکراتي بهیر د څار لپاره یوه لوړه کچه کمېټه جوړه شوې چې د اسلام آباد د تفاهمنامې له مخې به د منځګړیتوب بهیر څاري. نوموړي د چین د ولسمشر د څلور ماده ییزې سولې طرحې او د پاکستان ـ چین د پنځه ماده ییز سولې نوښت ملاتړ وستایه، په داسې حال کې چې وانګ ژي د پاکستان د سولې هڅې او منځګړیتوب وستایه او د چین د بشپړ ملاتړ ډاډ یې ورکړ.
