اسلام آباد (وېب نيوز) په نړيوالو بازارونو کې د خامو تېلو د بيې د پرلهپسې کمېدو لړۍ روانه ده، چې له مخې يې د امريکا خام تيل شاوخوا 70 ډالره او د برېتانيا برېنټ خام تيل 73 ډالره في بېرل ته راټيټ شوي دي. نړيوالو راپورونو کې ويل شوي چې د خامو تېلو په بيه کې تر 4 سلنې پورې نوره کموالی راغلی، چې له امله يې په پاکستان کې هم د پټروليم محصولاتو د نرخونو د نور کمېدو هيلې زياتې شوې دي. اقتصادي کارپوهان وايي چې که څه هم د نړيوال بازار د تېلو بيې د کمېدو له امله د ولس لپاره د ريليف امکانات رامنځته کېږي، خو د پټرولو او ډيزلو د نرخونو په ټاکنه کې د پټروليم ليوي، ماليات، د وارداتو لګښتونه او د اسعارو تبادله هم مهم رول لري. د کارپوهانو په وينا، په راتلونکي نرخ ټاکنه کې د پټرولو او ډيزلو په بيه کې د محدود کمښت امکان شته، خو د لوړې کچې کمښت احتمال کم ښکاري.
