تازه خبرونه ۲۴ جون ۲۰۲۶

د امریکا ولسمشر د قرارداد پر منظورۍ غصه څرګنده کړه، سنا زما مخه ونیوله او د دښمن مرسته یې وکړه، ټرمپ

واشنګټن (وېب نیوز) د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران په اړه د امریکا د سنا جرګې له لوري د پوځي اقداماتو د محدودولو قرارداد باندې سخت غبرګون ښودلی او دا رایه اچونه یې بې وخته او بې مانا بللې ده. ټرمپ په خپل بیان کې ویلي چې ایران تر سخت فشار لاندې دی او د امریکا غوښتنو منلو ته چمتو دی. هغه ادعا وکړه چې ایران له لسیزو وروسته اوس امریکا او د امریکا ولسمشر ته درناوی ښيي، خو د سنا وروستۍ پرېکړې تهران ته دا پیغام ورکړ چې امریکا د هغه له تګلارې ملاتړ نه کوي. نوموړي وویل چې څو جمهوري غوښتونکو سناتورانو د ډیموکراټانو ملاتړ وکړ او د هغه ماموریت یې ستونزمن کړ، خو هغه به بیا هم خپل اهداف ترلاسه کړي. د یادونې وړ ده چې د امریکا سنا جرګې د 48 پر وړاندې 50 رایو سره د ایران پر ضد د پوځي اقدام د مخنیوي ګډه طرحه تصویب کړې، چې له دې وړاندې د استازو جرګې هم منظوره کړې وه.