وينزويلا (ويب ډيسک) په وينزويلا کې پرلهپسې دوو زورورو زلزلو پراخه مرګ ژوبله او مالي زيانونه اړولي دي. د چارواکو د معلوماتو له مخې، تر اوسه ۱۸۸ کسان وژل شوي، له ۱۵۲۰ زيات ټپيان دي او تر ۲۵۰ زياتې ودانۍ نړېدلې دي، خو د امريکا جيولوجيکي سروې د مړو شمېر له سلو زرو څخه د اوښتو اټکل کړی دی. په پلازمېنه کاراکاس او ساحلي ښار لا ګويرا کې بېړنی حالت اعلان شوی او ژغورونکې ډلې د ملبې لاندې د بند پاتې کسانو د راايستلو هڅې کوي. د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري او لومړي وزير شهباز شريف د زلزلې پر قربانيانو ژوره خواخوږي څرګنده کړې، د وژل شويو کورنيو ته يې د تسليت مراتب وړاندې کړي، د ټپيانو د ژر رغېدو دعا يې کړې او د وينزويلا له ولس او حکومت سره يې د بشپړې يووالي او ملاتړ څرګندونه کړې ده.
