تازه خبرونه ۲۵ جون ۲۰۲۶

پاکستان او ترکیہ د انرژۍ په برخه کې درې هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

استانبول (ويب ډيسک) پاکستان او ترکیه د انرژۍ په سکټور کې د همکارۍ د پراختيا لپاره درې تفاهم ليکونه لاسلیک کړل. د پاکستان د برېښنا څانګې د اعلامیې له مخې، د دواړو هېوادونو د اړوندو ادارو ترمنځ د برېښنا بازار، د لېږد شبکې، د برېښنا وېش، اداري همکارۍ، تخنيکي تجربو، ډيجيټلي کېدو او د پوهې د تبادلې په برخو کې هوکړې وشوې. د پاکستان د انرژۍ وفاقي وزير اویس لغاری وويل، د دغو هوکړو له لارې به پاکستان د ترکیې له تجربو ګټه واخلي او د برېښنا د نظام، خدماتو او ادارې د لا اغېزمنتيا او عصري کولو لپاره به مهم پرمختګونه رامنځته شي، چې ورسره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د انرژۍ همکاري نوره هم پیاوړې شي.