پاکستان ۲ جولائی ۲۰۲۶

د پټرولو او ډیزلو د بیو له کمېدو سره سره د خوراکي توکو بیې راکمې نه شوې

کراچۍ/حیدرآباد (وېب نیوز) د پټرولو او ډیزلو د بیو له کمېدو سره سره د ورځني استعمال د خوراکي او ضروري توکو په بیو کې هېڅ د پام وړ کموالی نه دی راغلی، او عام خلک لا هم د ګرانۍ له سخت فشار سره مخ دي. د خلکو په وینا، د تېلو بیې راټیټې شوې، خو د شیدو، مستو، بورې، غوړیو، سبزیجاتو او نورو ضروري توکو نرخونه لا هم لوړ دي.په حیدرآباد کې شیدې په ۲۴۰ روپۍ فی لیټر، مستې په ۳۴۰ روپۍ فی کیلو، بوره په ۱۴۰ تر ۱۵۰ روپۍ فی کیلو، غوړي په ۵۹۰ تر ۶۰۰ روپۍ او خوراکي تېل په ۶۰۰ تر ۷۰۰ روپۍ فی کیلو پلورل کېږي. همدارنګه په کراچۍ کې د رومي بانجانو بیه ۳۰۰ روپۍ فی کیلو ته رسېدلې او د نورو سبزیجاتو نرخونه هم لا هم لوړ پاتې دي.ښاریانو له اړوندو ادارو غوښتنه کړې چې د ناجایزه ګټې اخیستونکو پر ضد دې جدي او اغېزمن اقدامات وکړي، څو د پټرولیمي توکو د بیو د کمېدو ګټه عملي ډول عامو خلکو ته هم ورسېږي.