پېښور (ويب نيوز) د خېبر پښتونخوا د طبيعي افتونو د مديريت ادارې د وروستيو بارانونو، تېزو بادونو او ناڅاپي سېلابونو له امله د اوښتو زيانونو راپور خپور کړی دی. د راپور له مخې، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د چتونو او دېوالونو د نړېدو په بېلابېلو پېښو کې ۹ کسان مړه او ۲۳ نور ټپيان شوي دي. د سختو بارانونو او فلش سېلابونو له امله ۴۱ کورونو ته هم زيان اوښتی دی. دغه پېښې په خېبر، کوز دير، مردان، شانګله، باجوړ، کوز چترال او بر دير ولسواليو کې رامنځته شوې دي. د پي ډي اېم اې عمومي رئيس ويلي چې ضلعي ادارو ته د ژغورنې او مرستو د چارو د چټکولو لارښوونه شوې او اغېزمنو کورنيو ته د بېړنۍ مرستې برابرولو امر هم شوی دی.
