لاهور (یو این اې) د پاکستان د قانون وفاقي وزیر اعظم نذیر تارړ ویلي چې د هائيکورټ د قاضیانو د ټاکنې لپاره به د هېواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره مرکې (انټرویوګانې) واخیستل شي. نوموړي په لاهور کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې د قاضیانو د ټاکنې لپاره اووه کسیزه کمېټه جوړه شوې چې وړاندیز شوي نوماندان به وارزوي. هغه زیاته کړه چې د سول او اېډیشنل سېشن ججانو لپاره ازموینې اخیستل کېږي، نو د هائيکورټ د قاضیانو لپاره هم مرکې اړینې دي. د هغه په وینا، د قاضیانو د کلنۍ ارزونې لپاره به هم نوی آئیني نظام رامنځته شي، او که د کوم قاضي کارکردګي د قناعت وړ نه وي، نو د هغه پر ضد به قضایي کمېسیون ته ریفرنس استول کېږي.
