لاهور (وېب نیوز) د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د نشانِ حیدر ګټونکي شهید کېپټن کرنل شیر خان د تلین په مناسبت هغه ته پېرزوینې وړاندې کړې او ویې ویل چې د کارګل غرونه لا هم د هغه د بې سارې مېړانې، زړورتیا او قربانۍ ژوندي شاهدان دي. نوموړي وویل، شهید کېپټن کرنل شیر خان د کارګل په جګړه کې د دښمن موخې شنډې کړې او د اتلولۍ نوې تاریخي بېلګه یې جوړه کړه. هغه زیاته کړه چې ملت به تل پر خپل دې اتل ویاړي او د داسې زړورو سرتېرو په شتون کې هېڅ دښمن د پاکستان پر لور د بد نظر کولو جرئت نه شي کولای.
