کراچۍ (وېب نیوز) متحده قومي موومنټ (ایم کیو ایم) پاکستان فدرالي حکومت ته وروستۍ خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، که د ورکو شوو کارکوونکو موندنه، د سند والي څوکۍ، د اساسي قانون د ۱۴۰-اې مادې پلي کېدل، د ښاري پرمختیا پیکج او نور تړون شوي شرطونه عملي نه شي، نو ګوند به د قومي اسمبلۍ سپیکر ته لیک واستوي او د خپلو ۲۲ غړو لپاره به د اپوزیسیون پر څوکيو د ناستې غوښتنه وکړي. ډاکټر فاروق ستار وویل، د ۲۰۲۲ کال د تړون ضمانت وزیراعظم شهباز شریف کړی، نو باید ژر تر ژره یې عملي کړي. بلخوا د سند لوړپوړي وزیر شرجیل میمن د ایم کیو ایم دریځ سیاسي باج اخیستنه وبلله او ویې ویل چې د فدرالي فشار له لارې د سند په چارو کې لاسوهنه د اساسي قانون له روحیې سره په ټکر کې ده.
