مقامی ۵ جولائی ۲۰۲۶

د هنه اوړک بريد د حکومت د امنيتي ناکامۍ څرګند ثبوت دی، جې يو آئي

کوټه (وېب نيوز) د جمعيت علماء اسلام د کوټې ضلعي مشرانو د هنه اوړک وسله‌وال بريد غندلی او ويلي يې دي چې د امنيت په اړه د حکومت ټولې دعوې ناسمې ثابتې شوې دي. دوی وويل، د امنيتي ځواکونو د نه شتون له امله خلک اړ شول چې د خپل ځان دفاع خپله وکړي، چې له امله يې په سيمه کې وېره او اندېښنه خپره شوې ده. مشرانو غوښتنه وکړه چې حکومت دې ژر تر ژره امنيت ټينګ کړي، ټپيانو ته دې غوره طبي اسانتياوې برابرې کړي او د خلکو د ژوند او مال خونديتوب دې يقيني کړي.