مقامی ۵ جولائی ۲۰۲۶

جمهوريت ته د پياوړتيا فرصت نه ورکولو هېواد له پرله‌پسې سياسي او اقتصادي بحرانونو سره مخ کړی، عوامي نېشنل ګوند

کوټه (وېب نيوز) د عوامي نېشنل ګوند صوبايي جنرل سېکرټر مابت کاکا ويلي، چې جمهوريت او جمهوري ادارو ته د پياوړتيا فرصت نه ورکولو له امله هېواد له سياسي، آئيني او اقتصادي بحرانونو سره مخ شوی دی. هغه وويل، د آئین برلاسي، د پارلمان خپلواکي، د ولسي مينډېټ درناوی او جمهوري ارزښتونه د سياسي ثبات او د ولسي ستونزو د هواري لپاره ضروري دي. نوموړي زياته کړه چې پښتانه او بلوچان به خپل قومي حقوق، پر وسايلو واک او روښانه راتلونکی يوازې د جمهوري سياسي مبارزې له لارې ترلاسه کړي. هغه اعلان وکړ چې عوامي نېشنل ګوند به د جولای په ۱۰مه د شهيد مولانا خانزېب د ياد ورځ ونمانځي او له ګوندي کارکوونکو يې وغوښتل چې د ورکرز کنونشن د بريا لپاره فعاله ونډه واخلي.