تازه خبرونه ۶ جولائی ۲۰۲۶

کویټه: د ہنہ اوړک په سیمه کې وسله وال برید، په نښتو کې ۴ کسان وژل شوي، ۱۱ تښتول شويلاریون کوونکو د هوايي ډګر سړک او نړیوال لوی لار د تړلو دئ ؛ د کورنیو چارو وزیر خبرې ناکامې شوې دی.

کویټه (سید سردار محمد خُوندۍ)

د کویټې په مشهوره سیاحتي سیمه حنا اوړک کې وسله والو کسانو پر سیمه ییز ولس برید وکړ. د برید وروسته ځایي قومونو کلک مقاومت وښود او د وسله والو بریدګرو سره یې مقابله وکړه.

د پولیسو سرچینو په وینا، تېره شپه په خونړۍ نښته کې ۴ ځایي اوسیدونکي وژل شوي او څو نور ټپیان دي. عیني شاهدان وايي چې وسله والو ۱۱ کسان تښتولي او له ځان سره یې بیولي دي.

د پېښې سمدستي وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړه او د لټون عملیات یې پیل کړل چې لا هم روان دي.

لویه لار تړل شوې، خبرې ناکامې


د پېښې په غبرګون کې د حنا اوړک ځایي قومونو، سیاسي ګوندونو او قومي مشرانو د هوايي ډګر سړک او د کویټې اصلي نړیواله لویه لار د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړله.

لاریون کوونکي وايي چې تر هغه وخته به لویه لار بنده وي څو پورې چې تورن کسان ونه نیول شي، تښتول شوي کسان بېرته را خلاص نه شي، او په سیمه کې تلپاتې سوله ټینګه نه شي.

په همدې حال کې د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاءالله لانګو تېره شپه له لاریون کوونکو سره خبرې وکړې، خو مذاکرات بې پایلې وو.
د دوشنبې، د ۲۰۲۶ کال د جولای ۶ مې، د غرمې تر ۱:۰۰ بجې پورې ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، په سیمه کې وضعیت لا هم ترینګلی دی. د ټولو مهمو لارو تړل کېدو اوسیدونکو ته سختې ستونزې پیدا کړې دي.

په بلوچستان کې ځایي خلکو او بېلابېلو سیاسي او ټولنیزو ډلو په دې پېښه سخته غندنه کړې او له حکومته یې د سمدستي اقدام غوښتنه کړې ده.