کوټه (پ ر)د بلوچستان چاپي رسنیو مشر سید انور شاه ویلي، په بلوچستان کې د رسنیو د نوې تګلارې په اړه رامنځته شوی وضعیت په څرګنده ښيي چې هغه پرېکړې چې له هر اړخیزې سلا مشورې، د سیمې له واقعي حالاتو او د رسنیو د ادارو له نظرونو پرته ترسره کېږي، نه یوازې لانجمنې کېږي، بلکې د حکومت او رسنیو ترمنځ د باور فضا هم زیانمنوي.هغه وویل، د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په شپاړسمه د صوبايي کابینې له خوا د رسنیو د نوې تګلارې تر منظورېدو سمدستي وروسته، بلوچستان چاپي رسنیو د هېواد ولسمشر، وزیراعظم، د سنا رئیس، د سنا مرستیال رئیس، د قومي اسمبلۍ رئیس، د قومي او صوبايي اسمبلیو د مخالفې ډلې مشرانو او غړو، د بلوچستان حکومت، حکومتي ائتلافي ګوندونو، مخالفو سیاسي ګوندونو، سیاسي او ټولنیزو سازمانونو، د ورځپاڼو د صنعت استازو او نورو اړوندو کړیو ته د دغې تګلارې بنسټیزې نیمګړتیاوې، احتمالي زیانونه او د چاپي ژورنالیزم پر صنعت یې منفي اغېزې په تفصیل سره ورپه ګوته کړې وې.هغه زیاته کړه، د همدې هڅو په پایله کې د هېواد له بېلابېلو سیاسي، ژورنالیستي او ټولنیزو کړیو او ګڼو مسؤلو شخصیتونو او ادارو له لوري سخت غبرګونونه مخې ته راغلل او د دغې تګلارې په اړه جدي اندېښنې څرګندې شوې، خو حکومت د دغو اندېښنو د لرې کولو پر ځای د جولای له لومړۍ نېټې څخه د تګلارې عملي کول پیل کړل. اوس چې حکومت د مشورو او وړاندیزونو خبره کوي، دا په خپله د دې څرګندونه کوي چې په تګلاره کې موجودو نیمګړتیاوو ته د بیاکتنې اړتیا منلې شوې ده.سید انور شاه وویل، اوس د پاکستان د ورځپاڼو د مالکانو ټولنې (اې پي اېن اېس) او د پاکستان د ورځپاڼو د مدیرانو شورا (سي پي اېن اي) په ګډون د هېواد مخکښو ژورنالیستي ادارو هم پر هماغو بنسټیزو ټکو ګوته ایښې چې بلوچستان چاپي رسنیو پرې له لومړۍ ورځې راهیسې غږ پورته کړی و. دا هر څه ثابتوي چې موضوع یوازې د یوې ادارې یا یوه ولایت نه، بلکې په ټول پاکستان کې د مسؤلې، خپلواکې او مسلکي صحافت د راتلونکي ملي مسئله ده.هغه وویل، د بلوچستان حکومت له خوا د رسنیو د استازو او ادارو د خبرو اترو او وړاندیزونو هرکلی یو مثبت ګام دی، خو دا به هغه وخت اغېزناک تمام شي چې حکومت لومړی د روانې رسنیزې تګلارې عملي کول وځنډوي. تر هغه چې پر لانجمنې تګلارې عمل روان وي، هر ډول مشورتي بهیر به خپل ارزښت له لاسه ورکړي او په دې موده کې اوښتي زیانونه به هم نه جبرانېږي.د بلوچستان چاپي رسنیو مشر وویل، د بلوچستان واقعي شرایط د هېواد له نورو صوبو سره بشپړ توپیر لري. د صوبې په پراخو سیمو کې لا هم برېښنا، انټرنېټ او ډیجیټلي اسانتیاوې محدودې دي. په داسې حالاتو کې د چاپي رسنیو له پامه غورځول او یوازې پر ډیجیټلي نظام تکیه کول نه یوازې له واقعي حالاتو سره په ټکر کې دي، بلکې د خلکو د معلوماتو حق، د سیمهییز ژورنالیزم وده او د محلي ورځپاڼو بقا هم له جدي ګواښ سره مخ کوي.هغه ټینګار وکړ چې بلوچستان چاپي رسنۍ د عصري ټکنالوژۍ او ډیجیټلي رسنیو د پرمختګ مخالفې نه دي، بلکې د داسې متوازنې، رڼې او عملي رسنیزې تګلارې ملاتړ کوي چې پکې چاپي، ډیجیټلي او برېښنايي رسنیو ته د مساوي فرصتونو، روښانه اصولو، وړتیا، روڼتیا او حساب ورکونې پر بنسټ یو شان حقونه ورکړل شي. د یوې رسنۍ پر بلې ناعادلانه برلاسی ورکول د ژورنالیزم له بنسټیزو اصولو او د عامه ګټو خلاف عمل دی.سید انور شاه د بلوچستان له وزیراعلی څخه وغوښتل چې د اوسنۍ رسنیزې تګلارې د عملي کېدو د سمدستي درولو امر صادر کړي او د اې پي اېن اېس، سي پي اېن اي، بلوچستان چاپي رسنیو، سیمهییزو ورځپاڼو، ژورنالیستي سازمانونو او نورو ټولو اړوندو لورو په ګډون یوه ګډه مشورتي کمېټه جوړه کړي، څو د زمکنیو واقعیتونو، اساسي قانون او ژورنالیستي اصولو په رڼا کې یوه نوې، متوازنه، عملي او دوامداره رسنیزه تګلاره جوړه شي.هغه په پای کې وویل، بلوچستان چاپي رسنۍ به د صحافت د وقار، د ورځپاڼو د صنعت د ساتنې، د خبریالانو د روزګار او د خلکو د معلوماتو د حق د دفاع لپاره خپله قانوني، اساسي او ولسواکه مبارزه په پوره مسؤلیت سره روانه ساتي. خو که حکومت د جدي مشورو او ګډ تفاهم پر ځای پر یو اړخیزو پرېکړو ټینګار وکړي، نو چاپي رسنۍ به د خپلو مشروع حقونو د خوندي کولو لپاره له ټولو قانوني، اساسي او ولسواک لارو چارو څخه کار واخلي، چې بشپړ مسؤلیت به یې د بلوچستان د حکومت پر غاړه وي.
