تازه خبرونه ۶ جولائی ۲۰۲۶

هنه اوړک کې د قبایلي خلکو او وسله‌والو ترمنځ نښته، ۴ تنه وژل شوي او ۹ ټپیان

کوټه (وېب نیوز) د کوټې اړوند د هنه اوړک په سیاحتي سیمه کې د یکشنبې په ماښام د قبایلي خلکو او وسله‌والو ترمنځ د ډزو په تبادله کې ۴ ځایي کسان وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي. له پېښې وروسته په سیمه کې سخت تاوتریخوالی رامنځته شو، وسله‌والو یو شمېر ځایي کسان له ځان سره بیولي چې د هغوی د خوندي راخوشې کولو لپاره امنیتي ادارې هڅې کوي. بل لور ته معترضینو د ایئرپورټ پر سړک احتجاجي پرلت وهلی، چې له امله یې ترافیک بند شوی او د موټرو اوږدې لیکې جوړې شوې دي. د بلوچستان حکومت د ټولو سرکاري روغتونونو کې بیړنی حالت نافذ کړی او د وزیراعلی په لارښوونه په کلی بابري، هنه اوړک کې د پولیسو او ایف سي ګډه امنیتي پوسته هم جوړېږي.