کوټه (وېب نیوز) د جمعیت علماء اسلام مرکزي مشر حافظ حمدالله ویلي، هغه کسان چې د پیسو په زور پارلمان ته رسېږي، د ولس خیر غوښتونکي نه، بلکې د قوم سوداګر دي. نوموړي د هنه اوړک وروستۍ پېښه په کلکه وغندله او ویې ویل چې وسله والو د خلکو کورونو ته ننوتلي، خلک یې شهیدان او تښتولي، خو د حکومت واکمني نه ښکاري. هغه وویل چې جې یو آی به د هنه اوړک د خلکو تر څنګ ولاړه وي او د هغوی غږ به په هر فورم پورته کوي، او حکومت باید د خلکو د ساتنې پر ځای د ناکامۍ مسؤلیت ومني.
