تازه خبرونه ۶ جولائی ۲۰۲۶

د بلوچستان وزیر اعلیٰ په هنه اوړک کې د ترهګرو پر ضد د سمدستي عملیاتو منظوري ورکړه

کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټي د امن او امان او د هنه اوړک د وضعیت په اړه د لوړې کچې غونډې مشري وکړه او د ترهګرو پر ضد یې د سمدستي تصفیوي (سینیټایزېشن) عملیاتو منظوري ورکړه. په غونډه کې پرېکړه وشوه چې په سیمه کې به ګډ امنیتي چیک پوسټ جوړېږي، د مظاهره‌چیانو سره د خبرو لپاره به د صوبایي وزیرانو په مشرۍ مذاکراتي کمېټه جوړېږي او د شهیدانو کورنیو ته به ژر مالي مرستې ورکول کېږي. وزیر اعلیٰ وویل چې د ترهګرو او د هغوی د ملاتړ کوونکو پر ضد به بې توپیره عملیات روان وي او د خلکو د سر او مال ساتنه د حکومت لومړنی مسؤلیت دی.