کوټه (وېب نيوز) د نېشنل ګوند مشر ډاکټر عبدالمالک بلوچ د ګورنمنټ جنرل محمد موسیٰ پوسټ ګرېجویټ کالج او د ګورنمنټ نجونو کالج حسن موسیٰ، مري آباد، د ليدنې پر مهال وويل چې زده کړه د هر ملت د پرمختګ او سوکالۍ بنسټ دی، خو له بده مرغه په هېواد کې ورته هېڅکله لومړيتوب نه دی ورکړل شوی. هغه وويل چې په بلوچستان کې د ولس د رښتيني استازيتوب، د جمهوريت پياوړتيا، د سرچينو عادلانه وېش او د معیاري زده کړو پراختيا د وخت مهم ضرورتونه دي. نوموړي زياته کړه چې نېشنل ګوند د واک پر ځای د ولسي حقونو، جمهوريت، معیاري زده کړو او ټولنيز عدالت لپاره مبارزه کوي او دا مبارزه به دوام ولري.
