تازه خبرونه ۶ جولائی ۲۰۲۶

عبداللطیف خان کاکړ د بلوچستان نوی ایډوکېټ جنرل وټاکل شو

کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان ګورنر د سترې محکمې لوړپوړی وکیل عبداللطیف خان کاکړ د بلوچستان د ایډوکېټ جنرل په توګه په رسمي ډول وټاکه. د قانون او پارلماني چارو وزارت د خبرتیا له مخې، نوموړی به د صوبایي حکومت د قانوني سلاکار په توګه د بلوچستان هایکورټ، سترې محکمې او نورو عدالتي فورمونو کې د حکومت استازیتوب کوي. د قانوني حلقو په باور، د هغه ټاکنه به د حکومت د قانوني دریځ د پیاوړتیا لپاره مهمه تمامه شي.