ګلګت بلتستان (ویب نیوز) د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بھټو زرداري ویلي، د وزیراعظم شهباز شریف مننه کوي چې د دوی ولسي مینډېټ یې ومنله، او زیاته یې کړه چې مسلم لیګ (ن) ته به دا احساس ورنه کړي چې په ګلګت بلتستان کې په اپوزیسیون کې ده. نوموړي وویل چې د ګلګت بلتستان خلکو ته به اساسي او آئیني حقوق ورکول کېږي او د سیمې د پرمختګ لپاره به په ګډه کار کېږي. هغه وویل چې د سیند د اوبو د حق ساتنه به په هر قیمت کوي، او که د سیند د دفاع لپاره جګړه هم اړینه شي، نو له هغې به هم ډډه ونه کړي. بلاول ټینګار وکړ چې د سند طاس تړون په اړه به هېڅ ډول جوړجاړی ونه مني.
