کوټه (وېب نیوز) په کوټه ښار کې د اوړو په بیو کې یو ځل بیا د پام وړ زیاتوالی راغلی، چې له امله یې د ۲۰ کیلو ګرامه اوړو د بورۍ بیه ۳۲۰۰ روپیو ته رسېدلې ده. د بازار د معلوماتو له مخې، په څو ورځو کې د ۲۰ کیلو بورۍ بیه ۴۰۰ روپۍ او د هر کیلو اوړو بیه شاوخوا ۲۰ روپۍ لوړه شوې ده. ښاریانو د حکومت څخه غوښتنه کړې چې د ګرانۍ د مخنیوي، احتکار او غیرقانوني ګټې اخیستنې پر ضد سمدستي اقدامات وکړي او اوړه په سرکاري نرخونو خلکو ته برابر کړي.
