کوټه (ویب نیوز) د پاکستان تحریک انصاف مشر او د کوټې پخواني ښاروال رحیم کاکړ ویلي چې د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې د امنیت خرابېدونکی وضعیت د سختې اندېښنې وړ دی. نوموړي له مرکزي او صوبايي حکومت او کورکمانډ څخه وغوښتل چې د هنه اوړک، قلعه عبدالله او منګله په ګډون اغېزمنو سیمو کې د امن د ټینګښت لپاره بېړني او اغېزمن اقدامات وکړي.
