

کوټه / زیارت (سید سردار محمد خوندئی) د بلوچستان په سیاحتي سیمه زیارت کې د کراس منګي ډیم پر پولیس پوسته پرون د وسله والو ترهګرو لخوا لوی برید سوی. د څو ساعتونو مقاومت نه وروسته وسله والو له دوه درجن زیات د پولیس افسران او عسکر وتښتول او له ځان سره یې یوړل.
د لومړنیو راپورونو له مخې، له تښتول شویو کسانو څخه ۱۲ پولیس شهیدان شوي، او تر یو درځن زیات لا هم لادرکه دي. د زیارت روغتون سرچینو تائید کړې چې د څو پولیسو جسدونه روغتون ته انتقال شوي دي.
دا پېښه د حنا اورک د غمجنې پېښې نه یوه ورځ وروسته رامنځته شوه، چې پکې ۴ کسان شهیدان او ۱۱ نور تښتول شوي وو، او څو نور ټپیان شوي وو.
د پېښې پر ضد د زیارت خلکو، سیاسي ګوندونو، او قومي مشرانو د احتجاج په توګه پرلت وهلی او د زیارت کراس نړیوال لویه لار یې تړلې ده. لاریون کوونکو وویل چې پولیس د وسله والو ترهګرو رحم ته پرېښودل شوي وو. په عین حال کې، د حنا اورک پېښې پر ضد احتجاجي پرلت په کوټه کې دوهمه ورځ هم دوام درلود.
صوبایي کورنیو چارو وزیر ضیاء الله لانګو تائید کړه چې په ناکراره سیمو کې د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي. د عملیاتو پر مهال څو امنیتي کسان ټپیان شوي چې د کوټې ټراما سنټر ته انتقال شوي دي.
د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بګټي او د بلوچستان آی جي پولیس د حنا اورک او په عملیاتو کې ټپي شویو کسانو پوښتنې ته ورغلل. په دې موقع رسنیو ته د خبرو پر مهال اعلی وزیر وویل چې عملیات به تر وروستي ترهګر پورې دوام کوي. “زه د حنا اورک او زیارت د زړورو خلکو زړورتیا ته سلام کوم.
د پېښې نه وروسته په سیمه کې امنیت سخت کړی شوی او د لادرکه کسانو د موندلو لپاره د تلاشۍ عملیات روان دي. .
