تازه خبرونه ۸ جولائی ۲۰۲۶

د زيارت په کچ مانګي سيمه کې پر پوليسو ستر بريد، دوه ایس اېچ اوګان او ۹ پوليس سرتېري شهيدان

کوټه (وېب نيوز) د زيارت ولسوالۍ د کچ مانګي فېز درېيمه سيمه کې وسله والو پر پوليسو ستر بريد کړی، چې له امله يې دوه ایس اېچ اوګان او ټول ۹ پوليس سرتېري شهيدان شوي دي. د زيارت د پوليسو مشر قدوس دهوار وويل، په شهيدانو کې د مانګي ایس اېچ او محمد حسين، د کواس ایس اېچ او صحبت خان او نور پوليس سرتېري شامل دي. د چارواکو په وينا، له تېرې شپې راهيسې د پوليسو او بريدګرو ترمنځ نښته روانه وه او د ټولو شهيدانو جسدونه د زيارت ډي اېچ کيو روغتون ته لېږدول شوي دي.