کوئټہ (ویب نیوز) د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخېل د هنه اوړک پېښې ټپیانو د لیدنې وروسته ویلي چې دا یوه ډېره دردونکې پېښه او د حکومت لپاره لویه ننګونه ده. هغه وویل د برید په اړه له وفاقي حکومت سره هم اړیکه نیول شوې او امنیتي ځواکونه د صوبې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره دوامدارې قربانۍ ورکوي.
