کوئټہ (ویب نیوز) د پاکستان وزیراعظم محمد شهباز شریف د زیارت ولسوالۍ پر پولیس چوکي د ترهګرو برید په سختو ټکو غندلی او د دوو ایس اېچ اوګانو په ګډون ټولو شهیدو پولیسو ته یې درناوی وړاندې کړی دی. نوموړي ویلي چې ترهګر د بلوچستان د سولې او پرمختګ دښمنان دي او حکومت به د هغوی پر ضد مبارزه تر بشپړې بریا پورې روانه ساتي.
