دکي (ویب نیوز) د دکي ولسوالۍ د لوني تحصیل د کلي ډنیمه په سیمه کې د سړک غاړې ښخ شوي بم چاودنې له امله یو موټرسایکل سپور، ګل بېګ د مري قوم اوسېدونکی، په ځای وژل شوی دی. پولیسو او لیویز ځواکونو سیمه کلابنده کړې، مړی یې روغتون ته لېږدولی او د پېښې د علتونو د معلومولو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي.
