کوټه۰(وېب نیوز)نېشنل پارټۍ په خپل مرکزي بیان کې په هنه اوړک کې د ترهګرۍ د پرلهپسې پېښو غندنه کړې او ویلي یې دي چې دا حالات د صوبايي حکومت د امنیت په ساتنه کې د ناکامۍ څرګند ثبوت دی. ګوند وویل چې حکومت د خلکو د سر او مال په ساتنه کې پاتې راغلی او یوازې په بیانونو ستونزې نه حل کېږي. نېشنل پارټۍ د هنه اوړک د احتجاجي دهرنې ملاتړ څرګند کړ او له حکومت یې وغوښتل چې د خلکو غوښتنې دې ژر ومني او د سیمې د امنیت لپاره دې عملي اقدامات وکړي.
