تازه خبرونه ۸ جولائی ۲۰۲۶

بلوچستان د تاریخ له تر ټولو سخت پړاو څخه تېرېږي: سید صادق آغا

کوټه(وېب نیوز)د پاکستان تحریک انصاف بلوچستان صوبايي سینئر مرستیال صدر او قبایلي مشر سید صادق آغا ویلي، د بلوچستان خلک دا مهال د جګړې په شان سختو حالاتو کې ژوند ته اړ شوي دي. هغه وویل، په تېره یوه اوونۍ کې په هنه اوړک، زیارت، قلعه سیف الله او نورو سیمو کې پر عامو خلکو او امنیتي ځواکونو شوي بریدونه ښيي چې د صوبې امنیتي وضعیت خورا د اندېښنې وړ دی. نوموړي زیاته کړه چې په هنه اوړک کې د بې ګناه خلکو شهادت، په زیارت کې د پولیسو د سرتېرو وژل کېدل او د یو شمېر کسانو تښتول کېدل د ټول بلوچستان لپاره د غم او اندېښنې سبب ګرځېدلي دي. هغه ادعا وکړه چې اوسنی صوبايي حکومت د عملي اقداماتو پر ځای یوازې په دعوو او څرګندونو بوخت دی، په داسې حال کې چې خلک ځانونه خوندي نه احساسوي. سید صادق آغا غوښتنه وکړه چې د وروستیو بریدونو عاملین دې ژر تر ژره قانون ته وسپارل شي، د خلکو د سر او مال ساتنه دې یقیني شي، د شهیدانو له کورنیو سره دې بشپړه مرسته وشي او په بلوچستان کې د امن د ټینګښت لپاره دې بېړني او هر اړخیز اقدامات ترسره شي.