مقامی ۸ جولائی ۲۰۲۶

د هنه اوړک او زیارت پېښې د دولتي ادارو د سترې ناکامۍ ثبوت دي: خوشحال خان کاکړ

کوټه (وېب نیوز)د پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند مشر او د قومي اسمبلۍ غړي خوشحال خان کاکړ ویلي، په هنه اوړک کې د څلورو ملکي وګړو شهادت، د ۱۱ کسانو بې درکه کېدل او د زیارت په سیمه کې پر پولیسو برید چې له امله یې یو شمېر پولیس شهیدان او ورک شوي، د حکومت او اړوندو امنیتي ادارو د سترې ناکامۍ څرګند ثبوت دی. هغه وویل، د خلکو د سر او مال ساتنه د دولت اساسي مسؤلیت دی، خو په بلوچستان کې نه عام وګړي خوندي دي او نه هم امنیتي ځواکونه. نوموړي غوښتنه وکړه چې د هنه اوړک او زیارت ټول بې درکه کسان او پولیس دې ژر، خوندي او باعزته راخوشې کړل شي، د ترهګرۍ عاملین دې قانون ته وسپارل شي او په بلوچستان کې دې د تلپاتې سولې لپاره عملي او اغېزمن ګامونه پورته شي.