تازه خبرونه ۸ جولائی ۲۰۲۶

ازبک ځواکونو له افغانستانه د ډرون له لارې د نشه يي توکو د قاچاق هڅه شنډه کړه

کابل۰(وېب نیوز)ازبک امنیتي ځواکونو له افغانستانه د ډرون له لارې د نشه يي توکو د قاچاق یوه هڅه ناکامه کړې ده. د ازبک رسنیو د راپورونو له مخې، د سرخان دریا سیمې ته له افغان خاورې یو ډرون د اپینو بار سره داخلېده، خو د ازبکستان د دولتي امنیت ادارې او سرحدي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ډرون په هوا کې کشف او ضبط کړ. چارواکو ویلي چې له ډرون څخه ۲ کیلو او ۳۲ ګرامه اپین ترلاسه شوي او د پېښې په تړاو یې جنايي دوسیه ثبت کړې ده. د ډرون د چلوونکو، احتمالي پېرودونکو او نورو همکارانو د موندلو لپاره پلټنې روانې دي.