کراچي۰(وېب نیوز)د سند هایکورټ اساسي قانوني بنچ د پټرولیم محصولاتو د بیو د ټاکلو د طریقې پر ضد وړاندې شوی اساسي غوښتنلیک د اورېدو وړ ونه ګاڼه او رد یې کړ. محکمې وویل چې د پټرولیم بیو او مالیاتو ټاکل د حکومت او پارلمان اساسي واک دی او اقتصادي او مالي پالیسۍ جوړول د حکومت مسؤلیت دی. محکمې زیاته کړه چې غوښتونکي د خپلو اساسي حقونو د سرغړونې کوم ثبوت وړاندې نه کړ او یوازې د پټرولیم پر بیو ناخوښي د اساسي قانوني عریضې لپاره کافي دلیل نه شي کېدای.
