کوټه (وېب نیوز)د بېلابېلو سیاسي او مذهبي ګوندونو مشرانو ویلي چې د تېرو دوو ورځو پرلهپسې ترهګریزو پېښو دا ثابته کړه چې د حکومت واکمني په عملي ډول نه ترسترګو کېږي او حکومت یوازې د غندنې تر بیانونو محدود پاتې دی. د جمعیت علمای اسلام د بلوچستان مشر او سناتور مولانا عبدالواسع، د عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان مشر اصغر خان اڅکزي، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان مشر عبدالقهار ودان او د جماعت اسلامي د بلوچستان امیر مولانا هدایت الرحمن د هنه اوړک او زیارت د پېښو په غبرګون کې ویلي چې دوی د روانو احتجاجونو او پرلتونو بشپړ ملاتړ کوي او له حکومته غواړي چې د خلکو د امنیت، د ترهګرو د نیولو، د حقایقو د څرګندولو او د امن د ټینګښت لپاره دې بېړني او اغېزمن عملي ګامونه پورته کړي.
