مقامی ۸ جولائی ۲۰۲۶

د حکومت واک یوازې په بیانونو محدوده ده، خلکو ته د امنیت په برخه کې عملي ګامونه نه ترسترګو کېږي، سیاسي او مذهبي ګوندونه

کوټه۰(وېب نیوز)د بېلابېلو سیاسي او مذهبي ګوندونو مشرانو ویلي، چې په تېرو دوو ورځو کې پرله‌پسې ترهګریزو پېښو دا څرګنده کړه چې د حکومت واکمني کمزورې شوې او حکومت یوازې د غندنې تر بیانونو محدود پاتې دی. د جمعیت علمای اسلام د بلوچستان مشر او سناتور مولانا عبدالواسع، د عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان مشر اصغر خان اڅکزی، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان مشر عبدالقهار ودان او د جماعت اسلامي د بلوچستان امیر او د صوبايي اسمبلۍ غړي مولانا هدایت الرحمن د هنه اوړک او زیارت د پېښو په غبرګون کې وویل، چې د روانو احتجاجونو او پرلتونو بشپړ ملاتړ کوي او له حکومته غواړي چې د خلکو غوښتنې ومني، د ولس د امنیت لپاره اغېزمنه تګلاره خپله کړي، د پېښو اصلي حقایق ولس ته وړاندې کړي او د ناامنۍ تر شا لاس لرونکي کسان قانون ته وسپاري، ځکه د عملي اقداماتو نشتوالی به حالات نور هم خراب کړي.