تازه خبرونه ۸ جولائی ۲۰۲۶

په پشين زيارت کراس کې اين-۵۰ ملي لويه لاره د هر ډول ترافيک پر مخ تړل شوې

پشين (نوې ژوند ويب نيوز): د زيارت پوليسو د يو شمېر ورکو شويو اهلکارو د موندلو غوښتنې لپاره د هغوی خپلوانو له تېرې شپې راهيسې د زيارت کراس په سيمه کې اين-۵۰ ملي لويه لاره تړلې ده. د لارې د بندېدو له امله دواړو خواوو ته د موټرو اوږدې ليکې جوړې شوې او مسافر له سختو ستونزو سره مخ دي. مظاهره کوونکي وايي تر هغو به احتجاج دوام ولري څو يې غوښتنې ونه منل شي.