دالبندين (نوې ژوند ويب نيوز): امنيتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د دالبندين د لګاپ په سيمه کې عمليات ترسره کړل چې پکې د بي ايل اې شپږ شکمن وسله وال وژل شوي او د څو نورو د ټپي کېدو او تېښتې ادعا شوې ده. د پوځ د عامه اړيکو ادارې له مخې په عملياتو کې درنې وسلې، مهمات، موټرې او نور تجهيزات هم نيول شوي او په سيمه کې د پلټنې عمليات روان دي.
