کوټه (نوې ژوند ويب نيوز): د زيارت د کچ مانګي فېز درېيمه سيمه کې پر بلوچستان پوليسو د بريد وروسته امنيتي ځواکونو او قانون پلي کوونکو ادارو ګډ تصفيوي عمليات بشپړ کړي دي. د حکومتي چارواکو په وينا په عملياتو کې ۱۵ وسله وال وژل شوي او د بريد پر مهال د دوو ايس اېچ اوګانو په ګډون ۹ پوليس افسران او سرتېري شهيدان شوي دي. د بلوچستان حکومت ويلي چې د شهيدانو قربانۍ به بې ځايه نه ځي او د ترهګرۍ تر بشپړ ختمېدو پورې به عمليات دوام ولري.
