بابا کوټ (وېب نيوز) د بابا کوټ اوسېدونکو غلام نبي بنګلاني، حاجي کجلا خان بنګلاني او امداد علي بنګلاني خبري غونډې ته وويل چې د دوی دوه زامن غلام سرور، محمد انور او لمسی سکندر علي، چې د مدرسې احسانيه زده کوونکي وو، له څلورو ورځو راهيسې ورک دي. د کورنۍ په وينا، د مدرسې مسئولينو ورته ويلي چې ماشومان کور ته تللي، خو تر اوسه يې هېڅ درک نه دی لګېدلی. د ماشومانو خپلوانو له د بلوچستان د پوليسو له مشر او نورو اړوندو چارواکو څخه غوښتنه کړې چې د ماشومانو د موندلو لپاره دې بېړني او اغېزمن اقدامات وکړي.
