اسلامآباد۰(وېب نیوز)د اسلامآباد عالي محکمې د پاکستان تحریک انصاف د بنسټګر عمران خان او بشرا بي بي د ادعا شوي یوازیتوب بند پر ضد د غوښتنلیکونو په اړه لیکلی حکم صادر کړی او ویلي یې دي چې د زندان دننه د غیرقانوني چلند او یوازیتوب بند جدي تورونه له پامه نه شي غورځول کېدای. محکمې د اډیاله زندان سپرنټنډنټ، د زندانونو عمومي مشر او د نیب چارواکو ته امر کړی چې د دواړو بندیانو د اوسني وضعیت، ورکړل شویو اسانتیاوو، د یوازیتوب بند قانوني بنسټ، اړوندو احکامو او بشپړ ریکارډ وړاندې کړي. محکمې ویلي چې د زندان د چارواکو د راپور له ترلاسه کېدو وروسته به د غوښتنلیکونو د اورېدنې په اړه پرېکړه وشي، او د قضیې راتلونکې اورېدنه به د اګست په شپږمه ترسره شي.
