

کوټه/زیارت (سید سردار محمد خوندئی)
پرون وسله والو ترهګرو په زیارت برید وکړ، چې په ترڅ کې یې ۹ کسان پر ځای شهیدان کړل او ۱۹ پولیس پرسونل یې وتښتول. څه موده وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې یوه خپره شوې ویډیو کې د تښتول شویو ټولو ۱۹ پرسونلو مړي ښودل شوي او له کورنیو یې غوښتل شوي چې راشي یې یوسي. د خبر ترلاسه کولو وروسته د زیارت ضلعي ادارې سمدستي اقدام وکړ او مړي یې د امبولانسونو له لارې د زیارت روغتون ته ولېږدول.
د یادولو وړ ده چې درې ورځې وړاندې په کوټه کې د هنې اوړک سیمه کې په سلګونو وسله والو ترهګرو یو کلی محاصره کړ او پر ځايي قبایلو یې ړانده ډزې وکړې. په هغه پېښه کې ۴ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي وو.
د حکومتي سرچینو په وینا، له هغه وروسته ترهګرو د زیارت پر لور حرکت وکړ او پر منګي ډېم یې برید وکړ. پولیسو د څو ساعتونو لپاره مقاومت وکړ، خو په نښته کې ۹ پرسونل پر ځای شهیدان شول او ۱۹ نور ترهګرو له ځان سره یوړل.
د پېښې وروسته امنیتي ځواکونو په سیمه کې د پلټنې عملیات پیل کړل. د صوبايي ویاند او امنیتي سرچینو په وینا، د عملیاتو په ترڅ کې ۱۵ ترهګر وژل شوي دي. د بلوچستان اعلیٰ وزیر میر سرفراز بګټي په خپله زیارت ته سفر وکړ او د زیارت کراس پر نړیوال لویې لارې د پرانیستلو غوښتنه یې وکړه، او ویې ویل چې تر وروستي ترهګر له منځه وړلو پورې به ارام کېنناستي.
په کوټه کې احتجاجي پرلت دوام لري
په همدې حال کې د شهیدانو د کورنیو، قبایلي مشرانو، بېلابېلو سیاسي ګوندونو او سوداګریزې ټولنې له خوا په کوټه کې د بي اې مال مخې ته احتجاجي پرلت څلورمې ورځې ته داخل شو. مظاهره کوونکي له حکومته د امن او امان د وضعیت د ښه کولو او په راتلونکي کې د داسې پېښو د مخنیوي تضمین غواړي.
په دې اړه نن چهارشنبه د مازیګر په ۴ بجو د ټولو سیاسي ګوندونو، ټولنیزو او مذهبي تنظیمونو او سوداګریزې ټولنې ګډه ولسي غونډه جوړېږي، چې په کې به د راتلونکې تګلارې رسمي اعلان وشي.
