مقامی ۹ جولائی ۲۰۲۶

د کوټې مېټروپوليټن اداره د فساد او بدانتظامۍ ښکار ده، ولس له بنسټيزو اسانتياوو بې‌برخې دی، رحيم کاکړ

کوټه (وېب نیوز) د پاکستان تحريک انصاف مشر او د کوټې پخواني ښاروال رحيم کاکړ له نورو ګوندي مشرانو سره په ګډه وويل چې د کوټې مېټروپوليټن کارپورېشن د فساد، لوټمار او اداري ناکامۍ مرکز ګرځېدلی دی. نوموړي وويل چې د ښار د صفايۍ نظام خراب شوی، نالۍ بندې دي، د سړکونو څراغونه غيرفعال دي او د کوڅه ډبو سپو شمېر زيات شوی، په داسې حال کې چې له خلکو څخه د صفايۍ فيس اخيستل کېږي خو بنسټيز خدمات نه ورکول کېږي. هغه د شفافو پلټنو او د مسؤلو کسانو پر ضد د قانوني اقدام غوښتنه وکړه.