تازه خبرونه ۹ جولائی ۲۰۲۶

په مستونګ کې د کرکټ لپاره تللي دوه عيسايي ځوانان په ډزو وژل شوي، د احتجاج له امله قومي لويه لاره تړل شوې

مستونګ (وېب نیوز) د مستونګ د شمس آباد دمب سيمې کې کرکټ لوبولو ته تللي د عيسايي ټولنې دوه ځوانان د نامعلومو وسله والو په ډزو وژل شوي دي. وژل شوي کسان ۲۱ کلن ايوش د مايکل زوی او ۲۴ کلن دونک د لازر زوی پېژندل شوي دي. د پېښې پر ضد د وژل شويو خپلوانو، ښځو، ماشومانو او د عيسايي ټولنې غړو د شهيد نواب غوث بخش رئيساني روغتون مخې ته د مړو ايښودلو سره احتجاج وکړ او کوټه ـ کراچۍ قومي لويه لاره يې د هر ډول ترافيک لپاره وتړله. مظاهره کوونکو د قاتلانو د ژر نيولو، شفافو پلټنو او د اقليتي ټولنې د امنيت غوښتنه وکړه، بلخوا پوليسو او نورو امنيتي ادارو د تورنو د نيولو لپاره د لټون عمليات پيل کړي دي.