پاکستان ۹ جولائی ۲۰۲۶

بلوچستان کې پولیسو ۱۵ ترهګر وژلي، د زيارت برید په اړه د آی اېس پي آر مهمه خبري غونډه

راولپنډۍ (وېب نیوز) د آی اېس پي آر مشر لېفټننټ جنرال احمد شريف چوهدري د بلوچستان د امنيتي وضعيت په اړه خبري غونډې ته وويل، چې په تېرو څلورو ورځو کې په بلوچستان کې درې لويې ترهګریزې پېښې شوې دي، خو د زيارت په سيمه کې د پوليسو د زړور اقدام په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۵ ترهګر وژل شوي او نور ملګري يې د خپلو مړو پرېښودو سره تښتېدلي دي. نوموړي وويل، د جولای په ۶مه نېټه ترهګرو پر منګي ډېم بريد وکړ، چې له هغه ځايه کوټې ښار ته اوبه رسېږي. هغه زياته کړه چې امنيتي ځواکونو د ژاو کراس او کرارو ترمنځ د اين-۲۵ پر لويه لاره د استخباراتي عملياتو پر مهال ۱۹ نور ترهګر هم وژلي، خو په دې عملياتو کې ۱۱ امنيتي سرتېري شهيدان شوي دي. د آی اېس پي آر مشر ټينګار وکړ چې د ترهګرو پر ضد به عمليات په بشپړ قوت دوام ولري او د بلوچستان امن به په هر قيمت خوندي ساتل کېږي.