مقامی ۹ جولائی ۲۰۲۶

عوامي نېشنل ګوند د زیارت او مانګي بریدونه وغندل، د ناامنۍ د مخنیوي لپاره یې د بېړنیو اقداماتو غوښتنه وکړه

کوټه (وېب نیوز) عوامي نېشنل ګوند د خپل صوبایي بیان له لارې د زیارت د کچ او مانګي په سیمو کې پر پولیسو د ترهګرو بریدونه، د پولیسو شهادتونه او د یو شمېر اهلکارو ورکېدل په سختو ټکو وغندل. ګوند وویل چې په هرنایي، کوټه، زیارت، پښین او د پښتون مېشتو نورو سیمو کې پرله‌پسې ناامني د سختې اندېښنې وړ ده او ولس د وېرې او بې باورۍ سره مخ دی. بیان کې غوښتنه شوې چې د دغو بریدونو تر شا لاس لرونکي کسان او موخې دې روښانه شي، د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره دې اغېزمنه تګلاره خپله شي او د خلکو د سر او مال ساتنه دې یقیني شي. عوامي نېشنل ګوند د شهیدو پولیسو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه، د ټپیانو د ژر روغتیا او د ورک شویو پولیسو د خوندي راخوشې کېدو غوښتنه یې هم وکړه.