مقامی ۹ جولائی ۲۰۲۶

د هنه اوړک او زیارت پېښو په اړه د ټولو ګوندونو غونډه، د پرلت د غوښتنو بشپړ ملاتړ

کوټه (وېب نیوز) د هنه اوړک او د زیارت د کچ مانګي فېز درېیمې سیمې د وروستیو ترهګریزو پېښو پر ضد روان احتجاجي پرلت کې د ډاکټر اسحاق بلوچ په مشرۍ د ټولو سیاسي ګوندونو ګډه غونډه ترسره شوه. غونډه کې سیاسي ګوندونو، سوداګرو او د مدني ټولنې استازو د پرلت د کمیټې ټولو غوښتنو ته بشپړ ملاتړ اعلان کړ او له حکومته یې وغوښتل چې ټول ورک شوي پولیس ژر تر ژره او خوندي راخوشې کړي، په هنه اوړک، زرغون غر، تکتو، شابان او نورو غرنیو سیمو کې د وسلوالو ډلو پر ضد پرېکنده عملیات وکړي او تلپاتې امن تأمین کړي. ګډونوالو اعلان وکړ چې د پرلت له ټولو پرېکړو او راتلونکو احتجاجي پروګرامونو سره به بشپړه همکاري کوي.